د لاس رسي وړ اتصالات

د نوازشریف یوه سلاکاروائې، ښاغلې شریف ډیر ژربیرته خپل هیواد ته ستنیږی


دپخوانی صدراعظم نوازشریف یوه سلاکاروائې، په تبعید کې اوسیدونکی مشرپه څوورځوکې بیرته خپل هیواد ته ستنیږی . دښاغلې شریف دپاکستان دمسلم لیگ دگوند نطاق احسان اقبال وائې،داڅرگنده نده چې پخوانې صدراعظم به د دوشنبی دورځی نه دمخه هیواد ته راستون شی چې دجنوری دمیاشتی دانتخاباتو دنومونو دثبتولو لپاره وروستی ورځ ده . هغه زیاته کړه چې پخوانی صدراعظم نن دجمعی په ورځ دسعودی عربستان دپادشاه ملک عبداله سره دمخه ښی ملاقات وکړ. ښاغلې شریف دجنرال مشرف په اضطرارحالت باندی ډیر سخت انتقادونه کول او له پاکستانیانونه ئې غوښتل چې دجمهوررئیس په خلاف راپاڅیږی . جنرال مشرف په ١٩٩٩ م کال کې په یوه نظامی کودتا کې نوازشریف له قدرت نه ایسته کړ. هغه په عمری بندباندی محکوم شوی وخو جنرال مشرف ورته په یو شرط اجازه ورکړه چې پدی موافقه وکړی لس کاله به بیرته پاکستان ته نه راځی او په جلاوطنی ژوند غوره کړی . دپاکستان ستری محکمې چې قاضیان ئې جنرال مشرف مقررکړیدی، نن دجمعې په ورځ اعلان وکړ چې دجنرال مشرف فیصله چې اضطراری حالت ئې اعلان کړاو اساسی قانون ئې وځنډاوه، قانونی ده .

XS
SM
MD
LG