د لاس رسي وړ اتصالات

پنځه زره امرېکا يي عسکر به له عراق نه بېرته امرېکا ته ولاړ شى


د امریکا پوځ ویلی چی په عراق کی د امنیتی حالاتو د ښه کیدو له امله به په راتلونکی میاشت کی پنځه زره امریکایی عسکر راووځی.

دا په سږ کال کی په عراق کی د امریکایی قواوو د زیاتوالی نه وروسته لومړی ځل دی چی امرېکا په خپلو قواوو کی کمښت راولی.

د امریکایی قواوو قوماندان د شنبی په ورځ وویل کومه پوځی لوا چی د دیالی په ایالت کی یی عملیات کول دغه به د کور په لوری روانه شی او په ځای به یی په عراق کی میشته نوری قواووی ورولیږل شی.

امریکایی چارواکیو ویلی که امنیتی شرایطو ایجاب کړی وای نو د جولای تر میاشتی پوری به یی شل زره امریکایی عسکر د عراق نه رایستلی وای.

په یوه بل خبر کی نن عراقی پولیسو وویل چی په بغداد کی یوه روغتیایی کتنځي ته نژدی د بم چاودنه وشوه. په دغه چاودنه کې نهه تنه مړه او دیرش تنه پکی زخمی شوی دی.

بل پلو د پایتخت په نورو سیمو کی د پولیسو پوستی ته نژدی د بم په چاودنه کی څه نا څه دوه ملکی خلک زخمی شوی دی.

په دی وروستیو میاشتو کی په عراق کی تشدد په زیاته اندازه راټیټ شوی دی.

XS
SM
MD
LG