د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان پخوانئ صدرا‏عظم په انتخاباتو کی برخه اخلی


د پاکستان پخوانی صدرا‏عظم نواز شریف نن د پاکستان په راتلونکو عامو انتخاباتو کی چی د جنوری په میاشت کی ټاکل شویدی، په هغی کی د گډون د پاره خپل نوم ثبت کړیدی. خو دایی ویلی دی چی دی به د جمهور ریس مشرف سره صدراعظم په حیث هیڅکله کار ونکړی.

ښاغلی نواز شریف د یکشنبی په ورځ د سعودی عربستان نه د پاکستان لاهور ښار ته ستون شو. هغه په عربستان کی اووه کاله جلاوطنی تیره کړی وه.

هغه د پاکستان د حکومت د هغو مخالفو مشرانو د جملی نه وروستئ مشر دی چی د خارج نه وطن ته ستون شوی او نن چی د انتخاباتو دپاره د کاندیدانو د نومونو د ثبتولو اخری ورځ ده، ده هم ورته ځان رارسولی دی.

ښاغلی نواز شریف پرون په هوایی ډگر کی راغونډ شو گڼو او پرجوشه خلکو ته په وینا کی وویل چی دی خپل وطن ته د ملک د ساتلو په غرض راستون شویدی.

او هغه د جمهور ریس مشرف لخوا نافذ شوی اضطراری حالت په ملک کی ازادو انتخاباتو په لار کی یو خنډ بللی دی.

ښاغلی نواز شریف دا هم ویلی چی دیموکراسی باید فعاله شی. او د هیواد پخوانی معزول شوی قاضیان باید بیرته برحاله شی د ښاغلی نواز شریف سیاسی حریفی میرمن بی نظیر بوټو پرون د انتخاباتو دپاره د کاندیدی په حيث نوم ثبت کړیدی او د ښاغلی نواز شریف د را ستنیدو ملاتړ یی کړیدی.

د ښاغلی نواز شریف مسلم لیگ ډلی او د میرمن بوټو پیپلز گوند دواړو ویلی که چری د ملک نه اضطراری حالت لری نه شو.

نو دوی به انتخاباتو مقاطع وکړی د ښاغلی نواز شریف یو نظاق احسن اقبال ویلی دی چی پولیسو د یکشنبی په ورځ د نواز شریف د هرکلی دپاره د راتلونکو خلکو د مخنیوی دپاره په زرهاو خلک گرفتاره کړی وو.

او د مهمی لاری تړل شوی وی ښاغلی نواز شریف چی د کال ١٩٩ پوری د پاکستان وروستئ منخب شوی صدراعظم و.

د جنرال مشرف په لاس د قدرت نه لری شو و بیا ورته د عمر قید سزا واورول شوه، خو بیا وروسته په دی وعدی پریښودل شو چی دی به لسو کالو پوری ملک او د ملک د سیاست نه لری پاتی کیږی.

ښاغلی نواز شریف په تیر ستمبر کی هم پاکستان ته د ستنیدو کوشش کړی و خو یو ساعته ایسارتیا نه پس بیرته جلاوطن کړی شو.

خو دا ځل ورته حکومت په پاکستان کی د پاتی کیدو اجازه ورکړی ده.

XS
SM
MD
LG