د لاس رسي وړ اتصالات

د ملگرو ملتونو د پنځو دایمی  غړو په ایران باندی د نورو بندیزونو د  وضع کولو لپاره غونډه کوی


د جمعی په ورځ په لندن کی د ایران او د اروپایی اتحاد د استاځو ترمینځ د اټومی پروگرام په سر پنځه ساعته مذاکرات له ناکامی سره مخامخ شول. د اروپایی اتحاد د بهرنیو پالیسیو ریس جاویر سولانا وویل چی د ایران د ستر مرکچی سید جلیلی سره د ملاقات نه ډیر ناراضی دی او وویل چی ده د ایران نه تر دی زیاته توقع درلوده. ښاغلی جلیلی وویل چی دی د ښاغلی سولانا سره د ملاقات نه راضی دی خو دا د منلو وړ نده چی ایران دی د یورانیمو غنی کول بند کړی. دواړو ویلی چی په راتلونکی میاشت کی به بیا سره وگوری. داسی معلومیده چی د لندن ملاقات به د ایران نه د یورانیمو د نه غنی کولو په هکله د نړیوالو وروستی غوښتنه وی، او یا به نور بندیزونه پری ولگول شی.

XS
SM
MD
LG