د لاس رسي وړ اتصالات

د وېنزووېلا خلک په اساسى قانون کې د بدلون راوستلو لپاره راېې ورکوي


د وېنزووېلا خلک نن په اساسى قانون کې دهغو بدلونو نو په هکله دهو اوېا نه راېې ورکوى چې مخکى تر مخکى پېشنهاد شوېدى.

رپوټ وايي چې د غه بدلونونه به د جمهور رئېس هوگېو شاوېز واک او قدرت نور هم زېات کړى.

په دې نېژدى وخت کې د عامو خلکو د نظرېاتو سروې دا څرگندوى چې دواړه خواوې ډېره سخته انتخابى مبارزه کوى او دا گرانه ده چې د ولسپوښتنى او ېا رېفرنډم په باب کوم اټکل وشى.

د پنجشنبى په ورځ په زرگونو خلکو په کراکاس کې مظاهره وکړه چې د پېشنهاد شوو بدلونو نو پر خلاف اعتراض وکړى.

په بله ورځ باندې په زرگونو نور کسان راغلل او د جمهور رئېس هوگېو شاوېز په ملاتړ ېې مظاهره وکړه. ښاغلى شاوېز د شنبى په ورځ واشنگټن ته خبردارى ورکړ چې د وېنزووېلا په ولسپوښتنه کې مداخله ونکړى، هغه دا گواښ هم وکړ چې دى به په امرېکا باندى دتېلو خرڅول بند کړى.

په اساسى قانون کې دبدلون په پېشنهادونو کې ېوهم د جمهورى رېاست د مودې په باب دى. د جمهورى رېاست په موده باندى چې کوم بندېز دى هغه به ختم شى او په ملت کې دعاجلو حالاتو سره د مقابلې لپاره حکومت ته پراخه واک او اختېار ور په برخه کوى.

ښاغلى شاوېز ووېل چې که راېې ورکوونکي دا پېشنهاد شوې لاېحه منظور کړى نو دى دېته چمتو دى چې تر ٢٠٥٠ پورې د حکومت چارو ته دوام ورکړي.

په اساسى قانون کې نور بدلونونه دادى چې د کار وخت به کم شى او د ټولنېزو مرستو په پروگرام کې به ډېر کارگران شامل کړى شى.

د وېنزووېلا مخالف گوندونه، دبشري حقوقو موسسى او د رومن کاتولېک کلېسا ددغو بدلونونو سره مخالفت لرى او وايي چې ددغو بدلونونو په نتېجه کې دجمهور رئېس لاس ته ډېرقدرت ورځى، خو شاوېز وايي چې دا بدلونونه ددې لپاره ضرورى دى چې په حکومت کې د خلکو غږ او نماېندگى قوي شى.

XS
SM
MD
LG