د لاس رسي وړ اتصالات

احمدی نژاد د خلیج د شپږو ملکونو په غونډه کی برخه اخلی


د ایران حکومت وایی چی جمهور ریس احمدی نژاد به د خلیج د شپږو ملکونو په غونډه کی چی په دی اونی کی په قطر کی جوړیږی، برخه واخلی.

دا لومړی ځل دی چی د ایران جمهور ریس د خلیج د گډی همکاری د شورا غونډی ته غوښتل شوی دی. دغه دوه ورځنی غونډه به د دوشنبی په ورځ د قطر په پایتخت دوحه کی جوړه شی، خو دا نده معلومه چی ښاغلی احمدی نژاد به د څومره وخت لپاره پاتی شی.

په دی شورا کی سعودی عربستان، متحده عربى امارات، قطر، عمان، بحرین او کویت غړیتوب لری.

دغه شپږ اکثریت سنی ملکونه له ډیر وخت راهیسی د خپل غټ شیعه گاونډی ملک په هکله اندیښمن دی او د ایران د اټومی پروگرام په هکله یی د لویدیزو ملکونو سره گډ دریځ غوره کړی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت نن وویل چی په دی غونډه کی د ښاغلی احمدی نژاد گډون ډېر اهمېت لری چی کیدای شی د خلیج د ملکونو سره د اړیکو په ښه کیدو کی مرسته وکړی.

ایران له ډیر وخت راهیسی د متحده عربى اماراتو سره د خلیج د زیاتو ټاپو گانو د خپلواکی په هکله د نظر اختلاف لری.

XS
SM
MD
LG