د لاس رسي وړ اتصالات

د امرېکا په مشرۍ قواو د طالبانو ېو قوماندان وژلى دى


په افغانستان کې د امریکا په مشري ائتلافي قواوې وايي دوی هغه قوماندان وژلی دی چې د ېو ایتالوي خبرېال په برمته کولو کې ېې لاس درلود.

د ائتلاف په یو خبر لېک کې ویل شوي دي چې ددوی قواوو په یوه موټر باندې د توغندى ډزې وکړې او پنځه کسان یې پکى ووژل.

رپوټ واېې چې دا ډز پرهغوى باندى له هوانه وشوې. په دې موټر کې هغه ټول کسان چې یو یې هم یو قوماندان ؤ وژل شوي دي.

د قوماندان نوم تر اوسه پورې په ډاگه شوی نه دی. داسې ویل کیږي چې دغه قوماندان په بین المللي قواوو او اډو باندې د حملو مسئول گڼل شوې دی.

رپوټ واېې چې دغه قوماندان ېو ایتالوۍ ژورنالست، د هغه ډرایور او ترجمان یې په تیر مارچ کې یرغمل کړى وو.

ژورنالست د بندیانو په تبادله کې خوشې شو خوله ډریور او تر جمان دواړو نه سرونه پری کړل شوى ول.

XS
SM
MD
LG