د لاس رسي وړ اتصالات

'د افغانستان اردو روزنى او وسلو ته ضرورت لري'


د افغانستان د پوځ مشر دامرېکا ددفاع وزېر رابرټ گېټس ته ووېل چې دده هېواد نورو عسکري روزونکېو او تجهېزاتو ته ضرورت لرى چې د طالبانو له بغاوت سره مقابله وکړى شى.

جنرال بسم الله خان نن د سه شنبى په ورځ گېټس ته ووېل په داسى حال کې چې امرېکا په خپلو مرستو کې له خلاص لاس نه کار اخلى خو دافغانستان د اردو وسلې کا فى ندي.

ښاغلى گېټس جنرال بسم الله خان ته ووېل پنتاگان په دې غور کوى چې دوسلو او مهماتو لېږل افغانستان ته گړندى کړى.

ښاغلى گېټس په خوست کې له قوماندانانو او ملکى خلکو سره ملاقات وکړ. دغه سېمه د پاکستان سرحد ته نېژدې پرته ده.

هغه ته ووېل شول چې په دغه سېمه کې بنېادې خدمتونو او سهولتونو د برابرولو او انکشاف لپاره نورو پېسو ته ضرورت دى.

ښاغلى گېټس په افغانستان کې دنظامى روزنى هغه مرکزونه چې له کابل نه بهردى هم وکتل.

په ېوه جلا خبر کې، د افغانستان پولېس وايي ېوه ځان وژونکي دناټو کاروان کابل ته نېژدى نن د سه شنبى په ورځ په نښه کړى و او ٢٢ ملکېان ېې په چاودنه کې زخمى کړل.

چارواکى وايى دغه چاودنه د کابل هوايى مېدان ته نېژدى شوېده. دناټو نطاق دا خبره تائېد کړېده چې ېو خارجى نظامى کاروان باندى برېد شوېدى خو داېې ووېل چې نظامى تلفات ېې ندى اړولي.

دغه حمله مخکى له هغه پلان شوي مجلس نه وشوه چې دامرېکا ددفاع وزېر رابرټ گېټس دافغانستان له جمهور رئېس حامد کرزى سره کاوه.

دامرېکا د دفاع وزېر رابرټ گېټس به په افغانستان کې دامرېکا له قوماندانانو او د ناټو په مشرۍ داېساف دقوې له قوماندانانو سره هم ملاقات وکړى.

د دفاع وزېر رابرټ گېټس خبرېالانو ته ددوشنبى په ورځ ووېل چې دى په افغانستان کې د مرگ ژوبلې د زېاتېدلو په سبب چې په تېرودوه درې کلونوکې منځته راغلى اندېښمن دى.

رپوټونه واېې چې ددوشنبى په ورځ هم چې په افغانستان کې د ښاغلى گېټس له سفر سره مصادفه ده د نېمروز په ولاېت کې چاودنه وشوه او څلور کسان ېې ووژل.

رپوټ وايي چې ددوشنبى په ورځ دعامه نظرېات ېوه سروې خپره شوېده.

د سروې نتاېج وايي چې ۴٢ فېصده افغانان په افغانستا کې دامرېکا هلو ځلو ته په مثبت نظر گورى. تېرکال په همدغه راز ېوه سروى کې ٥٧ فېصده خلکو مثبت نظر درلود او په ٢٠٠٥ مېلادىکى ٦٨ فېصده کسانو دامرېکا د هلو ځلو په باب مثبت نظر درلود خوسږکال ۴٢فېصدو ته را ټېټ شوېدى.

که څه هم داسروې منفى نظر مخ په زېاتېدو ښيي خو اوس هم ٧١ فېصده افغانان د طآلبانو سقوط ېو ښه کار گڼى او په افغانستان کې دامرېکا د قواو ملاتړ کوى.

دغه سروې په امرېکا کې دېره د ( ABC News ) او برتانېې د (BBC News او دجرمنى ېوه عمومى تلوېزېون (ARD ) کړېدى. په سروې کې د دافغانستان د شمال دخلکو چې په سېمه کې ېې نسبتا ارامى زېاته ده او د جنوب د خلکو چې شخړې او مرگ ژوبلې پکى ډېرې دى د نظر اختلاف زېات لېدل کېږى.

دعامه نظرېاتو دمعلومولو د بهېر په ځواب ورکوونکېو کې ېو ستر اکثرېت خپل اوسنى حکومت چې ښاغلىکرزى ېې مشرى کوى د طالبانو له حکومت نه غوره گڼى.

خو په سلوکې شپېته کسان وايي پکارده چې کرزى دېوې داسى روغى جوړې لپاره مذاکرات وکړى چې په نتېجه کې ېې دطآلبانو ېو شمېر مشران اجازه ولرى چې د وسلو د غورځولو په بدل کې په حکومت کې برخه واخلى.

دغه سروې له څوارلس سوه افغانانو سره دمخامخ مرکې په بڼه شوېده. ځواب ورکوونکي دافغانستان په ٣۴ ولاېتونو کې ټاکل شوى ول.

د ٢٠٠۴ مېلادى کال راهېسى دا درېمه سروې ده. سږکال د ېاغېانو دمرگ ژوبلو په پېښو کې تر شپږو زرو نه زېات کسان وژل شوېدى.

XS
SM
MD
LG