د لاس رسي وړ اتصالات

لومړنۍ ځان وژونکې ښځه په پاکستان کې ووژل شوه


د پاکستان پولیسو وویل چې نن یوې ښځې چې ځان ېې په چادرۍ کې پټ کړې و، په پېښور کې د یوه مسیحي ښونځي خوا کې ځان په بم والوزاوه.

چارواکو وویل په چاودنه کې ښځه ووژل شوه مگر نور ځاني زیان ېې ندى اړولى. هغوی وايي چې دا په پاکستان کې لمړنۍ ښځه وه چې ځان مرگي برید ېې وکړ.

چارواکي وايي د پاکستان په نورو سیمو کې د طالبانو مشکوک پلوي د افغانستان پولو سره نژدې د پاکستان شپږ تنه امنیتي ماموران برمته کړل او دهغوی پوسته یې په بمب والوځوله.

دغه حمله د باجوړو په سیمه کې ښار ته نژدې وشوه.

پاکستان د هغو جنگیالیو د مخالفت سره مخامخ دی چې دوی په افغانستان کې د امریکا عملیات او د پاکستان ملاتړچې د تروریزم ضد جگړه کې یې د امریکا حکومت سره یې لري نه غواړي.

XS
SM
MD
LG