د لاس رسي وړ اتصالات

بش: په اټوم سنبال اېران نړۍ ته خطر پېښولى سي


د امرېکا جمهور رئېس، جورج بش، خبردارى ورکړ چې په اټومى وسلو سنبال اېران نړۍ ته خطر متوجه کولى شى.

نن دسه شنبى په ورځ د سپېنى مآڼى په خبرى کنفرانس کې ښاغلى بش ووېل ېونوى رپوټ وايي چې اېران خپل پټ اټومى پروگرام څلور کاله پخوا په ټپه درولى و، دا دخطر علامه ده ځکه چې اېران دغه پروگرام بېا چالانولى شى.

هغه ووېل چې د ملى استخباراتو رپوټ دا فرصت برابروى چې امرېکا د نړېوالې ټولنى ملاتړ ترلاسه کړى چې په اېران فشار راوړى خپل اټومى پروگرام وځنډوي.

ښاغلى بش ووېل اېران لا تراوسه پورې د ېورانېمو په غنى کونگ لگېا دى. د امرېکا جمهور رئېس جورج بش ووېل که اېران داسى پوهه او علم پېدا کړى چې د خپلو وسلو پټ پروگرام پرې فعال کړى نو دنړۍ لپاره خطر پېدا کولىشى.

هغه پر نړېواله ټولنه غږ وکړ چې په گډه خپل کار ته ادامه ورکړى چې اېران منزوي او ېوازې کړى.

XS
SM
MD
LG