د لاس رسي وړ اتصالات

د امرېکا د سمندرى قواو عسکر افغانستان ته نه لېږل کېږى


د امرېکا د سمندرى قوې قوماندان وايي لکه څنگه چې ده غوښتل د سمندرى قواو عسکر به په افغانستان کې په کار ونه گومارل شى. ددې په ځاى به په لوېدېز عراق کې خپل کارته ادامه ورکړى.

جنرال جمېز کانوې وايي په هغه مجلس کې چې ده تېره اونى د امرېکا ددفاع وزېر رابرټ گېټس سره وکړ، گېټس هغه وړاندېز رد کړ چې وايي د لوېدېز عراق نظامى مامورېت دې ځمکنى عسکري قوې ته وسپارل شى او د سمندرى قوې ېو لړ امنېتى هڅې د ې افغانستان ته انتقال شى.

جنرال کانوې په دې برخه کې داسى ووېل : "زه فکر کوم چې وروسته له هغه نه چې ما ددفاع له وزېر سره او د وسله وال پوځ لوى درستېز کومېټې له غړېو سره وکتل نو دا معلومه شوه چې داسى اراده موجوده ده چې اوس افغانستان ته دا ضافى سمندرى قوې د عسکرو لېږلو لپاره مناسب وخت ندى."

جنرال کانوې وايي دى په دې عقېده دى چې د افغانستان جنگ چې په هغه کې د دښمن له قواو سره نښتى زېاتى شوېدى د سمندرى قوې د عسکرو لپاره او د هغوى دروزنى سره برابر او مناسب عملېات دى، نسبت دېته چې په عراق کې عملېات وکړى.

دعراق لوېدېزه برخه اوس د پخوانى حالت نه چې ډېره مرگ ژوبله پکى وه ډېره کراره اوارامه ده. دى وايي چې ددغه اقدام په سبب به د سمندرى قوې ډېر کم شمېر عسکر افغانستان ته لېږل شوى واى او دا به ممکنه شوې وه چې قطعات خپلې روزنې ته په نورو برخو کې ادامه ورکړى اوېو شمېر عسکر به و کولى شى چې په خپل هېواد اوکور کې ډېر وخت تېرکړى.

جنرال کانوې واېې چې د سمندرى قوې عسکرو په عراق کې له ېاغېانو سره په جگړه کې خپل قابلېت څرگند کړ او له همدې قابلېت نه په افغانستان کې هم کار اخېستلى شى. هغه ووېل دېاغېانو سره دمقابلې په نوې پالېسى کې دا شامله ده چې نه ېوازې له نظامى قدرت نه کار واخېستل سى بلکه ددې قابلېت هم ولرى چې له محلى خلکو سره د مشترک تفاهم لپاره کار وکړى او دېته ېې وهڅوى چې د خپل حکومت ملاتړ وکړى لکه څنگه ېې چې دا کار په لوېدېز عراق کې وکړ.

د امرېکا قوماندان بانتز کراداک، په افغانستان کې دناټو د ټولو قواو قوماندان په دې اونى کې ووېل دا ېقېنا همدغه راز ېوکارد ى چې دا عسکر ېې باېد په افغانستان کې وکړى.

کراډاک وايي: " موږ به له نظامى پلوه خپل کار ته ادامه ورکړو چې په ټول هېواد کې د امنېت ټېنگ کړو. خو زه په دې متقېن ېم چې دوى به د ېاغېانو پېد ا کولو ته ادامه ورکړى. دى وايي چې دده په فکر باېد دافراطېانو د مشرتابه او دهغوى د عسکر و ترمنځ چې زه ېې دورځې عسکر بولم درز او فاصله پېدا شى. زه ځکه ېوشمېر ېاغېانو ته دورځې عسکر واېم چې هغوى د پېسو لپاره له ېاغېانوسره خپل نوم لېکى هغوى په نظرېاتى لحاظ له افراطېانو سره ملگرى ندى. که چېرى دا انکشاف ددې سبب شى چې دکارپېدا کولو فرصتونه پېدا شى، اقتصادى گټى منځته راشى نو زما قضاوت دادى چې د ورځې عسکر به په دغو شراېطو کې په خپله له منځه ولاړ شى. دلته ټوله مهمه خبره دانده چې طالبان ووژل شى بلکه مهمه خبره داده چې خلکو ته نورې لارې چارې برابرې شى او دوى خپل اهمېت له لاسه ورکړى."

جنرال کارا ډاک ووېل دده مامورېنو ېوه نوې کړنلاره جوړه کړېده چې دهغى پر بنا به د ناټو پر مختگ په افغانستان کې وسنجول شى.

هغه ووېل چې موږ تر زېاتى اندازې پورې د هغو معېارونو اندازه معلومه کړېده چې دهغو پر بنا خپل پر مختگ سنجولى شو او اندازه ېې معلومولى شو.

موږ په سوونو کېلومتره سړکونه جوړ کړېدى ، ښوونځى مو جوړ کړېدى اونور ډېر ښه شېان مو جوړ کړېدى خو زما سره دا پوښتنه ده چې دا شېان څه ډول اغېزې لرى.

جنرال کاراډاک وايى ناټو ٦٣ معېارونه په نښه کړېدى چې په درې مهمو سېمو کې خپل پرمختگ اندازه کړى. ېو خو دادى چې دافغانستان د حکومت د اقتدار ساحه پراخه کړى شى بله داده چې د حکومت امنېتى قواوې زېاتې او وروزل شى درېمه داده چې داسى ېوخوندى او له امن نه ډک ماحول پېدا شى چې اقتصادى انکشاف پکې وده اوپر مختگ وکړى.

XS
SM
MD
LG