د لاس رسي وړ اتصالات

د بینظیر بوتو د گوند په دفتر باندی حمله شوی ده


د پاکستان مقامات وایی نن د شنبی په ورځ د پاکستان د پخوانی صدراعظمی بینظیر بوتو دری تنه پلویان هغه وخت مړه شول چی ناپیژندل شویو وسله والو کسانو د دوی د گوند په دفتر باندی د پاکستان په جنوب ختیځ ایالت بلوچستان کی حمله وکړه. دغه پیښه په یوه لیری پراته ښارگوټی نصیر آباد کی چی د کوټی نه دوه سوه پنځوس کیلو متره لیری پروت دی وشوه .

محلی پولیس وایی دوی په دی هکله تر اوسه معلومات نه لری چی دا حمله به چا کړی وی او د دی حملی تر شا به د چا لاس وی. خو په بلوجستان کی قومی سیالی په کلیو کی د شخړو سبب گرځی دغه سیالی د انتخاباتو په وخت کی زیاتیږی . پاکستان په نظر کی لری چی د راتلونکی کال د جنوری په میاشت کی پارلمانی انتخابات تر سره کړی.

XS
SM
MD
LG