د لاس رسي وړ اتصالات

نواز شرېف د پاکستان په راتلونکېو انتخاباتوکى برخه اخلي


اضطرارى حالت به د ډېسېمبر په ١٥ مه پاېته ورسېږى. د پاکستان د پخوانی صدراعظم نواز شریف گوند اعلان کړیدی چی دوی به راتلونکو عامو انتخاباتو کی برخه اخلی.

د پاکستان مسلم لیگ د نواز شریف ډلی وېلى دى چی نن د پاکستان سیاسی ډلی په دی خبره یوه خله نشولې چی ایا انتخاباتو کی برخه واخلی او که نه.

ښاغلی نواز شریف د پاکستان د پخوانئ لومړۍ وزېرې مېرمن بېنظېر بهټو سره په د ی خبری کړی وی چی د انتخاباتو د مقاطعی دپاره یو شریک پلان جوړ کړی.

خو نن هغه غونډه چې په انتخاباتو د مقاطعی کولو دپاره د یوی گډې لوظنامې د لېکلو په باب شوی وه په هغی کی د سیاسی ډلو مشران په دی باندې سره جوړ نه شول چی په شریکه د حکومت په مقابل کی خپل درېځ یو کړی.

همداراز د پاکستان جمهور ریس مشرف نن د امریکایی تلویزون سی این این سره په مرکه کی ویلی چی دی به د دسمبر په ١٥- مه نېټه په پاکستان کې ه اضطراری حالت پاېته ورسوى.

همداراز میرمن بوټو هم د امریکا غږ اردو خپرونی سره مرکه کی ویلی چی دوی چې ددې خبرې په سلو کې اتېا امکان شته دى چې دا به په راتلونکېو انتخاباتو کی برخه واخلی.

XS
SM
MD
LG