د لاس رسي وړ اتصالات

د ناټو له شپږو زرو نه زېاتو قواو د موسى کلا اولسوالى محآصره کړېده


ناټو او افغان قواو دافغانستان په جنوب کې ېوه ستره تهاجمى حمله پېل کړېده او مقصد ېې د طالبانو د مهمو مورچلونو نېول دى. د امرېکا غږ خبرېال بنجامېن سنډ له اسلام اباد نه دا رپوټ رالېږلى دى او وايي چې مهاجمو قواو همدا اوس د طالبانو دوه معتبر قوماندانان په عملېاتو کې نېولى دى.

د ناټو له شپږ وزرو نه زېاتو قواو د موسى کلا اولسوالى چې د هېلمند په ولاېت کې پرته ده محآصره کړېده. ېاغى طالبانو دغه اولسوالى تقرېبا د ېو کال راهېسى نېولى ده.

ځايي اوسېدونکي وايي چې د جمعى په ورځ ناوخته سختې جگړې په داسى حال کې ونښتلى چې د طالبانو تقرېبا دوو زرو وفادارو جنگېالېو هلته سنگر نېولى دى.

د ناټو نطاق جگړن چارلز انتونى ووېل توقع ده چې دا عملېات څو ورځى وخت وونېسى. دغه نطآق ووېل ددى و دعمېلاتو مقصد دادى چې په دغه اولسوالى کې چې له ستونزو نه ډکه ده، ملکى حکومت بېرته فعال کړى.

موسى کلا ېوازېنى ځاى چې دى د طالبانو تر ولکى لاندى دى.

جگړن چارلز انټونى په دې باب داسى ووېل: "موږ مقصد دادى چې په موسى کلا کې حکومت فعال سى. د هغه ځاى خلک د طالبانو تر ولکى لاندى استبدادى ژوند کې خوشاله ندى. زموږ مقصد دادى چې دهغه ځاى خلک داسى حکومت ولرى چې دوى ېې مستحق دى نه داچې په دوى باندى په زور ور تپل سوى وى."

افغان چارواکى وايي په دغو عملېاتوکې تراوسه پورې لږ تر لږه دولس سر تېرى وژل شوېدى. دوه ماشومان او ېو برتانوى عسکر هم په دغو جگړوکې تراوسه پورې وژل شوېدى.

د افغانستان ددفاع وزارت وايي ددوى قواو د طالبانو دوه معتبر قوماندانان دعملېاتو په ترڅ کې نېولى دى، په دى جمله کې د طالبانو له خوانه مقرر شوى ولسوال ملا رحېم اخوندى هم شامل دى.

طالبانو د تېرکال په فبرورى کې موسى کلا ونېوله. د برتانېې قواوې له دغى سېمى نه څو مېاشتى مخکى وروسته له هغه نه وتلى وې چې ځايي قومى مشرانو له ېاغېانوسره د جنجالى جنگ بندى په برخه کې مذاکرات وکړل. ددغې متارکې عمر ډېر لنډ و.

په دې نېژدى کلونو کې موسى کلا ېوازېنى ځاى دى چې د ېادونى وړ نفوس لرى او د طالبانو قواو ونېو. ددى په نتېجه کى موسى کلا د طالبانو لپاره د پروپاگند او تبلېغاتو ېوه وسېله شوله او د ناټو لپاره ېې هم د ېوه مهم هدف حېثېت پېدا کړ.

د هېلمند ټول ولاېت د طالبانو ېو پوخ مورچل گڼل کېږى او دهغو ى خلاف جگړه کې د جبهې مقدمه کرښه گڼل شوې ده.

د تېرى شنبى په ورځ ځايي پولېسو په هېلمند کې پر طالبانو تو رولگاوه چې ېو دولس کلن هلک ېې د جاسوسى په تور په دار وځړاوه.

په دغه جنگ ځپلى سېمه کې دا پېنو کرل او د ترېاکو تجارت مخ په بره روان دى.

رپوټ وايي چې دطالبانو قواوې له همدغه مدرک نه د خپلو عملېاتو لپاره مالى بودجه برابروى. رپوټ وايي چې سږنى کال له هغه وخت راهېسى چې په ٢٠٠١ مېلادى کې امرېکا پر افغانستان ېرغل کړېدى، ددغى سېمى په تارېخ کې ډېر خونړى کال دى.

تراوسه پورې شپږ زره کسان د بغاوت سره تړلو مرگ ژوبلو کې وژل شوېدى. د دى سره سره جگړې دواړه خواوې دا لوړه هم کوى چې په راتلونکي کال کې به هم ېو پر بل باندى خپل فشار ته ادامه ورکړى.

XS
SM
MD
LG