د لاس رسي وړ اتصالات

پوټېن د لومړى وزېر د اول مرستېال، دېمېتري مېډوېډېف، سره خپل ملاتړ څرگند کړى دى


د روسېې جمهور رئېس وېلادېمېر پوټېن د لومړى وزېر د اول مرستېال دېمېتري مېډوېډېف سره خپل ملاتړ څرگند کړى دى چې دده ځاى ونېسى.

ښاغلى پوټېن نن ددوشنبى په ورځ باندى په ېوه مجلس کې دمتحدې روسېې په نامه گوند په ېوه مجلس کې خپل ملاتړ اعلان کړ.

رپوټ وايي چې د روسېې د جمهوررئېس وېلادېمېر پوټېن ملاتړ به مېډوېډېف ته دېادونى وړ ملاتړ او برى ورپه برخه کړى.

په راتلونکى کال کې دمارچ په مېاشت کې د روسېې د جمهورى رېاست لپاره انتخابات کېږى.

مېډېوېډېف په دې شهرت لرى چې دى قانون دان دى خو له تجارت اواقتصادى چاروسره ډېره علاقه لرى.

مېډوېډېف د گازپرام د ولتى کمپنى دمدېره هېئت غړى دى. هغه د وېلادېمېر پوټېن د نېژدى ملگري په سترگه کتل کېږى.

دروسېې په اساسى قانون ښاغلى پوټېن له دېنه اېساروى چې ددرېم ځل لپاره د روسېې جمهورى رېاست ته ځان کاندېد کړى.

خو څرنگه چې دده گوند د روسېې په دې وروستېو انتخاباتو کې اکثرېت وگاټه، نو د لومړى وزارت دچوکى لپاره به دده ملاتړ وکړى او په دې ډول به دى دانتخاباتو دنوي قانون له مخى داېنده حکومت مشر وى.

XS
SM
MD
LG