د لاس رسي وړ اتصالات

د اسرائیلی او فلسطینی مقاماتو تر منځ د سولی رسمی خبری اتری یو ځل بیا پیل شوی


د اسرائیلی او فلسطینی مقاماتو تر منځ د سولی رسمی خبری اتری وروسته د اوو کلونو ځنډ نه یو ځل بیا پیل شوی.

دواړو خواوو نن په بیت المقدس کی سره وکتل. دا خبری په داسی وخت کی کیږی چی د غزی په تړانګه کی د تشدد د نوو پیښو رپوټ ورکړل شوی دی.

د اسرائیلو او فلیسطینیانو مشرانو هوډ کړی چی دغو خبرو ته چی هدف یی د فلسطینی دولت جوړول وی ادامه ورکړی.

ددواړو هېوادونو مشرانو دغه هوډ تیره میاشت د امریکا د متحده ایالاتو د مریلیند ایالت د اناپولیس په ښار کی وکړ.

هلته په مرېلند کې امرېکا د سولی ېو کنفرانس جوړ کړى و. بل پلو،د سی شنبی په ورځ، د غزی په تړانگه کی شپږ فلسطینی ملیشه هغه وخت ووژل شول چی اسرائیلو خپل تر ټولو نه لوی پوځی یرغل د فلسطینیانو په سیمو باندی پېل کړى دى.

ځايي مطبوعات وايي چې ددغو علمېات سارى په تېرو څومېاشتو کې نه لېدل کېږى. فلسطینیان وایی چی نښتی د سی شنبی په ورځ هغه وخت پیل شوی چی د ۳۰ په شاوخواکی اسرائیلی ټانکونه او زغره لرونکی وسایل د غزی سویلی سیمو ته ور ننوتل.

اسرائیل پوځ همدارنګه د ملیشوو په ځایونو باندی په شمالی غزی کی د هوا نه هم حملی کړی. د اسرائیلو پوځ بیا وایی چی دوی یوازی ۱۰ عرادی موټران غزی ته استولی.

د اسرائیلو پوځ دا هم وایی چی دوه سرتیری یی د لاسی بم په یوه پیښه کی چی ټپیان شوی دی.

XS
SM
MD
LG