د لاس رسي وړ اتصالات

د امرېکا د مرکزى استخباراتو مشر نن د خراب شوو وېډېو ټېپونو په باب پوښتنو ته ځواب ووايي


د امرېکا د مرکزى استخباراتو مشر ماېکل هېډېن نن د چارشنبى په ورځ په واشنگټن کې کاپېتول هېل ته ځى چې هغو پوښتنو ته ځواب ووايي چې دخرابو شوو وېډېو ټېپونوپه باب ترېنه نن په پرله پسى توگه ددوېمى ورځې لپاره کېږى.

دغه وېډېو ټېپونه دهغو تحقېقات په برخه کې وو چې دترهگرۍ له مشکوکانونه شوي ول. د امرېکا د مرکزي استخباراتو مشر ماېکل هېډېن به نن دامرېکا د اولسى جرگې د استخباراتو جرگه گۍ ته د بندو دروازو تر شا گواهى ورکړى.

ماېکل هېډېن ترهغې وروسته چې دامرېکا په سنا کې ېې گواهى ورکړه خبرېالانو ته ېې ووېل چې داستخباراتوپه مرکزى دفتر کې نور خلک له ده نه ددې موضوع په هکله ډېر معلومات لرى.

په دغوکسانو کې له ده نه مخکېنى مشران جورج ټېنېک او پورټر گاس هم شامل دى. جورج ټېنېټ په ٢٠٠٢ مېلادى کال کې د امرېکا د مرکزى استخباراتو د ادارې مشر و او دا ټېپونه هماغه وخت جوړ شول.

خو ټېپونه په هغه وخت کې تخرېب شول چې پورټر گاس په ٢٠٠٥ مېلادى کال کې د استخباراتو مشر و.

ماېکل هېډېن تېره اونى د امرېکاد مرکزي استخباراتو مامورېنو ته ووېل چې د ترهگرى له مشکو کامونه دتحقېقاتو د کولو دا ټېپونه ددى لپاره تخرېب شول چې د تحقېق کوونکېو هوېت پټ وساتل شى.

XS
SM
MD
LG