د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا او ناتو په افغانستان کی د خپل  راتلونکي په باب بحثونه کوی


د هغو ملکونود آستاځو غونډه چی افغانستان ته یې عسکر لیږلي دي نن دوهمي ورځي ته رسیږی . هغوی په دې باب بحثونه کوی چی د طالبانو د بغاوت او حملو د زیاتیدو په مقابل کی څه وکړی ، او همدا راز د امریکا هغه پیشنهاد څیړی چی افغانستان ته د ناتو د زیاتو قواو لیږل غواړی .

داغونډه د سکاټلینډ په ‏(‎ ایډنبره ‏)‎ کی جوړه شوې ده او کوربه یې د برتانیې ددفاع وزیر ‏(‎ ډیس براون ‏)‎ دی . هغه غونډي ته وویل چی ددې لانجې د حل یواځنۍ لار نظامي قوت دی . د برتانیې ددفاع وزیر پرون په یوه بیانیه کی وویل چی ده په دې هفته کی افغانستان ته د خپل سفر په وخت په هغه ملک کی خاص پرمختگ ولید .

د امریکا ددفاع وزیر ‏(‎ رابرټ ‏)‎ گېټس غواړی په یوه ماسټر پلان باندی کار وکړی چی په کی دا موضوع په ښه توگه څرگنده سی چی ناتو اصلا په افغانستان کی څه کوی او ولی هلته تللې ده او د ناتو غړي ملکونه ولی باید ددې ماموریت ملاتړ وکړی . گېټس ددې هفتې په سر کی د افغانستان په باب د امریکا د کانگرس غړو ته معلومات ورکړل او ورته ویې ویل چی د نظامی وسایلو او تجهیزاتو کمښت موجود دی او له دې کبله افغان پولیس او پوځ په ښه توگه نه سی روزل کیدای چی د یاغیانو مقابله وکړی .

XS
SM
MD
LG