د لاس رسي وړ اتصالات

په نړۍ کې د وړو موټرونو جوړول باب شوېدي


هند په اسیا کې د موټرو د تولیدوونکي هیواد په حیث په بین المللي بازار کې رامنځ ته کیږي. په دې بازارونو کې د وړو او ارزان قیمته موټرو لپاره د نړی په سطحه تقاضا زېاتیږي.

د سوزوکي په نامه د موټر جوړولو یوه کمپنۍ وايي یو نوی موټر چې د اروپا يي مستهلکینو په منځ کې ډیر اخېستونکي لري، د ډهلي ښار ته نژدې دهمدغه ډول موټرو تولید د بل کال د ډېسمبر په مېاشت کې پیل کوي.

سوزوکي وايي ددغه موټر نه د اروپايي موټرو په پرتله، زېانمن گازونه لږ راوځي.

دغه جاپانۍ کمپني په نظر کې لري چې په هند کې په راتلونکی کال کې د ١٥٠ زرو په شاوخوا کې همدغه راز واړه موټر تولید کاندي.

دا کمپني همدارنگه وايي چې هرکال به په هندوستان کې په خپلو فابریکو کې د یو اعشاریه اته ملیارډو ډالرو په اندازه پیسې ولگوي. سوزوکي یواځنۍ کمپني نه ده چې په هند کې موټر جوړوي او بیاېې په نړیوالو مارکیټونو کې دخرڅلاو لپاره وړاندې کوي.

د کوریا د هونډې په نامه شرکت هم دهند په جنوبى برخه کې موټر جوړوي. ددغو موټرونو ډیر شمیر یې اروپا، روسیې او لاتینې امریکا ته صادریږي. د صنعت ماهران وايي په هند کې موټر جوړول ډیرې گټې لري. دلته محصولات په ارزانه بېه جوړېږى، تخنیکى ماهران هم شته او پردې سر بېره په ملیونو اخېستونکي هم موجود دي.

یوگندرا پراتاپ د اوورډرایف د مجلې مسئول مدیر وايي: "په هند کې د انجنیرۍ هغه ټول مهارتونه شته دي چې د موټرو په جوړولو کې پکاریږي او دلته د موټرو په جوړولو لږ مصرف کیږي او گڼ شمیر اخېستونکي هم شته دي. د مثال په توگه سوزوکي په هند کې د جاپان په پرتله ډیر موټر خرڅوي."

د نړی موټر جوړونکيو وړو موټرو جوړولو ته زور ورکړی دی ځکه د نړی په سطحه ددغو موټرو اخېستلو ته ته تقاضا ډیره شویده.

په لویدیزو هیوادو کې د گازونو په تولید باندې د سختو بندیزونو لگول او د تیلو د بیو جگیدل هغه عوامل دي چې اروپايي مشتریان وړو موټرو ته مخه کوي.

د اقتصاد پوهان دا اټکل کوي چې په راتلونکو پنځو کلونو کې په ډیر و هیوادو کې خاصتاً چې اقتصاد یې وده کوي لکه هند، چین، روسیه او برازیل کې د منځني طبقې خلک د لوړې طبقې په شان دهغو موټرونو اخېستلوته مخه کوي چې قیمتونه یې د لسو زرو ډالرو نه ښکته وي.

دا کار ددې باعث شوی چې د موټر جوړولو غټې کمپنۍ لکه تویوتا او جنرال موټر داسې اعلان وکړي چې دوی داسې موټر جوړوي چې مصرف یې لږ وي او په اسیايي هیوادونو لکه چین او هند کې جوړیږي.

XS
SM
MD
LG