د جنوبی اسیا دپاره د جهانی بانک معاون د بنگله دیش د طوفان ځپلو سیمو د لیدو نه پس د شنبی په ورځ وویل چی نړیواله ټولنه هم باید د ی لړ کی نوری مرستی وکړی.
د سدر په نوم دغه طوفان چی د نومبر په ١٥ مه راغلی و. تقرېبا دری نیم زره انسانان یی وژلی او د اتو میلونونه زیات خلک یی تاوانی کړیدی.
جهانی بانک دی نه وړاندی بنگله دیش سره د ٢٥٠ میلون ډالرو مرستو ژمنه کړی وه. د بنگله دیش حکومت او د مرستو نورو ډلو ویلی وو چی د هیواد د جنوبی ساحلونو د بیا ابادئ دپاره ورته د دوه میلیاردو ډالرو نه زیاتو مرستو ضرورت دی.
همداراز د شنبی په ورځ د کاناډا حکومت هم د بنگله دیش سره د څلور عشاریه دوه میلونو ډالرو د مرستو اعلان کړیدی.