د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د اورگاډي د چپه کیدو د پېښي تحقیقات پیل کړی دي


پاکستاني چارواکو د هغه چټک اورگاډي د چپه کیدو رسمي تحقیقات پیل کړي دي چی په چهارشنبې یې لږ تر لږه ۴٠ تنه ووژل او ١٢٠ یې زخمیان کړل . د اورگاډو مامورینو وویل چی تر اوسه لا دا نه ده ورته معلومه شوې چی ددې پېښي علت څه و او د ورانکاریو نښي نښانې هم نه لیدل کیږی دا اورگاډی د کراچي نه لاهور ته روان و چی د سیند د ایالت د مهرابپور ښارگوټي ته نژدی یې ډیري ډبې د پټلیو نه واوښتې . ځایي اوسیدونکو د شپې په تیاره کی د هغو خلکو په ژغورلو کی مرسته وکړه چی په دغو ماتو شوو ډبو او خاورو خځلو کی بند پاته وو . وروسته د ژغورني عمله هم د پېښي ځای ته ور ورسیده . د اورگاډي سپرلي زیاتره هغه خلک وو چی د اختر د پاره خپلو کورونو ته روان وو .

XS
SM
MD
LG