د لاس رسي وړ اتصالات

روسیه وایی چی د ایران د ذروي بریښنا فابریکه به د ٢٠٠٨ کال نه مخکي فعاله نه شي


د روسیې د تعمیراتو هغه شرکت چی د ایران د بوشهر د ذروي بریښنا د فابریکې د ودانۍ د جوړولو قرار داد یې کړی وایی چی دا فابریکه به د ٢٠٠٨ کال د ختمیدو نه مخکی بشپړه نه سی . د دغه شرکت رئیس سیرگي شماتکوف نن وویل چی د دې فابریکې د ودانۍ کار به بشپړ سی مگر هغه به د ٢٠٠٨ کال نه مخکی په کار شروع ونه کړی . روسیې په همدې هفته کی د بوشهر فابریکې ته د ذروي سونگ موادو په لیږلو د هغو شرائطو په اساس شروع وکړه چی باقي پاته مصرف شوي مواد به ټول بیرته روسیې ته انتقالیږی . له بلي خوا د ملگرو ملتو د امنیت د شورا د پنځو دائمي غړو ملکونو او جرمني دیپلوماتان دې ته ځانونه چمتو کوی چی په ایران باندی د هغه د ذروي پروگرام له کبله د نورو بندیزونو لگولو په باب بحثونه وکړی . د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چی په سیاسی چارو کی ددغه وزارت مرستیال نیکولاس برنز به نن ددغو ملکونو د آستازو سره وگوری او په دې باب به د یوه کنفرانس په جوړیدو باندی خبري ورسره وکړی .

XS
SM
MD
LG