د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا کانگرس  پاکستان سره  نظامی مرستو دپاره شرطونه ایښی دی 


د امریکا کانگرس د پاکستان سره نظامی مرستی دی پوری تړلی دی چی دا ملک ثابته کړی چی دیموکراسی یی فعاله کړیده او د اسلامی افراطیانو په ضد یی جگړه قوی کړیده. دا نوی شرطونه د پاکستان سره د هغو دریو سوو میلونو ډالرو د جملی نه په ٥٠ میلونو ډالرو لگیدلی دی چی په راتلونکی وخت کی ورکول کیږی کانگرس ویلی دی چی دوی به دا باقی ٥٠ میلونه ډالر هله پاکستان ته ورکوی چی کله د امریکا خارجه میرمن رایس ورته دا تصدیق ورکړی چی پاکستان د القایده او نورو افراطیانو په ضد پرمختگ کړیدی او د خپلی خاوری نه یی د ترورستانو د روزنی ځایونه او کمپونه ختم کړیدی بل شرط یی دا ایښی دی چی د پاکستان جمهورریس پرویز مشرف دی اساسی قانون فعال کړی . مدنی ازادئ دی ورکړی او عدلیه دی خپلواکه کړی امریکا د پاکستان سره د مرستو په موضوع دویم ځلی غور هله شروع کړو چی کله د تیر نومبر په ٣ نیټه د پاکستان جمهورریس مشرف ملک کی اضطراری حالت اعلان کړو . . تر څو پوری چی جمهورریس مشرف د فوځ د مشرئ نه تیر شوی نه او ملک کی اضطراری حالت قایم و . هغی پوری د امریکا د کانگرس درېځ هم ډیر سخت او جدی و.

XS
SM
MD
LG