د لاس رسي وړ اتصالات

د فرانسې جمهور افغانستان ته د مرستو ډاډ ورکړ


دفرانسی جمهوررئیس نیکولاس سرکوزی کابل ته دنه اعلان شوی سفرپه وخت کې دخپل افغان انډول حامدی کرزی سره خبری وکړی . دښاغلی کرزی له دفترنه په خپری شوی وینا کې ویل شویدی چې ښاغلې سرکوزی افغانستان ته ډاډ ورکړیدی چې ددغه جنگ ځپلی هیواد سره داوږدی مودی سیاسی او نظامی مرسته کوی . په اعلامیه کې ویل شویدی چې دواړو مشرانو په دو مهمو ستونزو باندی کمزوری امنیتی وضع او داپینو په تولیدی خبری وکړی . ښاغلې سرکوزی به دفرانسی عسکر هم ووینی چې په افغانستان کې دناټو په مشری دبین المللی امنیت دمرستی په قوا کې وظیفه سرته رسوی . دفرانسی اکثره عسکر په کابل او شاوخوا سیمه کې ځای په ځای شویدی . ښاغلې سرکوزی افغانستان ته په داسی وخت کې سفرکوی چې دهیواد په جنوب اوختېځ کې دیاغی طالبانو تاوتریخوالی زیات شویدی . دامریکا یولوړ رتبه قوماندان دهفتی په سرکې وویل، پنټاگان په افغانستان کې پخپله نظامی سټراټیجی باندی غورکوی چې دیاغې طالبانو دحملو مقابله وکړی . دښاغلې سرکوزی سره په دغه سفرکې دفرانسی ددفاع وزیر هرو مورین او دبهرنیو چارووزیر برنارد کوشنرملگری دی .

XS
SM
MD
LG