د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستانی مقاماتو په جومات کې د حملې مشکوک کسان نیولی دي


دپاکستان نظامی ماموران وائې، یوشمیر کسان ئې دجمعی دورځی دځانمرگی حملی په ارتباط چې په نا ارامه صوبه سرحد کې په یو جومات کې شوی وه، نیولی دی . په دغه چاودنه کې لږترلږه پنځوس تنه وژل شویدی . داسی ښکاری چې ددغې حملی هدف دکورنیو چارو پخوانی وزیر شیرپاو و. له دغې حملی نه ښاغلې شېرپاوبچ شویدی مگر دهغه زوی او په لسگونو نورکسان پکی زخمیان شویدی . امنیتی مامورانو چې نه غواړی نومونه ئې یادشی خبریالانوته وویل، په نیول شوو کسانو کې لږترلږه یو مجرم شامل دی او ددوهم کس پیسی لټون روان دی . دوی وائې، تحقیق کونکی کالی، بوټان او دځانمرگی جداشوی اندامونه معاینه کوی چې هویت ئې معلوم کړی . دپاکستان جمهوررئیس دغه حمله وغندله او امنیتی او استخباراتی ادارو ته ئې هدایت کړیدی چې ددغی حملی مسؤل کسان ونیسی . ملگرو ملتونو او امریکا هغه ځانمرگی حمله غندلې دی چې دجمعی په ورځ په جومات کې شوی وه .
XS
SM
MD
LG