د لاس رسي وړ اتصالات

دافغانستان پولېسانو ېوه ښځه چې له چادري لاندې ېې بم پټ کړى و نېولې ده


پولېسو دغه ښځه نن دننگرهار ولاېت په مرکز جلال اباد کې وروسته له هغه نه چې د استخباراتو مامورانو څارله، نېولې ده. چارواکى وايي دغې ښځې له چاودونکېو موادونه ډک واسکټ له ځان سره انتقالاوه. چارواکى اوس له هغې نه پوښتنى کوى چې دا له کومې ډلې سره تړاو لرى. رپوټ وايي په افغانستان کې زېاتره ښځى اوس هم چادرى په سرکوى، که څه هم د طالبانو رژېم په ٢٠٠١ مېلادى کال کې له منځه تللى دى. د طالبانو رژېم په ښځو باندى دالازمى گرځولى وه چې کله هم له کورنه وزى نو ټول وجود به ېې پټ وي. چارواکى واېې، په ېوه جلا پېښه کې، دکندهار په ولاېت کې لږ ترلږه دوه کسان هغه وخت ووژل شول چې دوى کوشش کاوه چې هغه دوه کسان چې د ېکشنبىپه ورځ وژل شوى ول دهغو مړى را وباسى چې په همدغه وخت کې ېوه بم گړز وهل او وچاودېده. دامرېکا حکومت دناټو انډېوال هېوادونه دېته هڅولى دى چې دافغانستان سره نورې مرستى هم وکړي. د شنبى او ېکشنبى په ورځو باندى د فرانسى ، استرالېا او اېتالېا مشرانو افغانستان ته خپل نااعلان شوى سفرونه وکړل او دافغانستان له جمهوررئېس حامد کرزى سره ېې ملاقاتونه وکړل. دغو درې واړو مشرانو، د خپلو هېوادونو په نماېندگى له افغانستان سره داوږدې مودې، اقتصادى، سېاسى ، اونظآمى مرستو اعلانونه وکړل.

XS
SM
MD
LG