د لاس رسي وړ اتصالات

بینظیر بوټو: پروېز مشرف  د اسلامي تندلارو په مخنیوي کې پاتي راغلی دی


د پاکستان د پیپلز گوند مشرې بینظیر بوټو پر جمهور رئیس مشرف تور لگولی دى چې په هیواد کې د اسلامي تندلارو په مخنیوي کې پاتي راغلی دی. مخالفې سېاسى مشرې بېنظیرې بهټو ژمنه وکړه چې که پارلماني انتخابات وگټي، د تندلاروخلاف به سخت گامونه اوچت کړې. نواز شریف او بینظیر بوټو دواړه د انتخاباتو په کمپاین بوخت دي. اوس پام وکړی د دغه رپوټ تفصېل ته. متن: بېنظیر بوټو د راتلونکېو پارلماني انتخاباتو کې د مبارزې په لړ کې پرون د پنجاب په مرکزي ښار لودهران کې یوې څلورزره کسیزې غونډې ته وینا وکړه. په پاکستان کې د جنورى داتمى نېټى د پارلېمانى انتخاباتو مبارزې زور اخېستى دى. دغه انتخابات په پاکستان کې ددېموکراسى د بېا راوستلو لپاره ډېر مهم گڼل کېږي، ځکه چې په پاکستان کې شپږ اونى اضطرارى حالت اعلان سوى و. په اضطرارى حالت کې د قضائېه پرخلاف چې د حکومت مخالفه گڼل کېدله هم سخت اقدامات وسول. پخوانی صدراعظمه بېنظیر بوټو چې له جلاوطنى نه ددې لپاره راستنه شوېده چې په انتخاباتو کې د خپل گوند مشري په غاړه واخلى ددې غونډې گډونوالو ته وویل اته کاله وړاندي چې مشرف په پاکستان کې سېاسى اقتدار ترلاسه کړ ، له هغې نه وروسته تندلارېتوب په ټول پاکستان کې وده وکړه. بېنظېر بهټو په دې باب داسى ووېل : ١ (...ترهگر تر سواته را رسیدلي دي او اوس به اسلام آباد ته د رارسیدلو هڅه وکړې. پخوانى حکومت او مِتحدین یي د دغه هیواد ساتنه نه شي کولی. بېنظیرې ژمنه وکړه چې که دې انتخابات وگټل نو د پاکستان څخه به تندلارې ورک کړې. خو دهغې په دې ویناو سربیره هم د پنجاب د لودهران په څیر ښارونو کې په انتخاباتو کې د اولس علاقه مند نه لیدل کیږي. ) د لودهران ېو اوسیدونکی سید شبېر حسن وايی خلک د سیاست څخه بېزاره شوي دي. شبېر حسن وايي : ٢ (... په تیرو انتخاباتو کې په خلکو کې لیوالتیا وه او ډیر علاقه مند وو. خو سږ کال تر اوسه پورې داسي هیڅ نښې نښانې نه ښکارې. په دې انتخاباتو کې غټ گوندونه د خپل نوم او شهرت سره ډیره دلچسپي لري. د سیاسي گوندونو په غونډو کې تر گډون کوونکو په ښار کې د دې گوندونو د انتخاباتي پوسترونو شمیر ډیر دی.) که څه هم حکومت د جگړه مارانو خلاف عملېات کوى خو طالبانو اوالقاعده په دې نېژدى ورځو کې خپل اثر او رسوخ د پاکستان شمال لوېدېز لورى ته غزولى دى او دهېواد په دغه برخه کې ېې ېو شمېر ځان وژونکى حملى کړېدى. دتېرې جمعى په ورځ ېوه ځان وژونکى د پاکستان په شمال لوېدېزه صوبه کې په ېوه جوما ت کې ېو بم وچولو او ٥٦ کسان ېې ووژل. دوه ورځى وروسته ېوه بل ځان وژونکى په ېوه نظآمى کاروان باندى په سوات کې له باروتونه ډک موټر وروست او په چاودنه کې ېې نهه تنه ووژل. بلخوا د پاکستان د مسلم لیگ د گوند مشر نواز شریف هم له جلاوطنى نه د راتلونکى کال د جنورى داتمى نېټى دپارلېمانىانتخاباتو لپاره بېرته خپل هېوادته راغلى دى. هغه په یوه غونډه کې وویل چې پرویز مشرف د پاکستان په ستره محکمه برید وکړ او دا کار د هیواد په تاریخ کې تر هغه وړاندي بل چا نه و کړی. نواز شریف د رحیم یار خان په ښار کې یوې ٥٠٠٠ کسیزې غوندې ته په خپله وینا کې وویل چې د مشرف دکتاتوری هیواد بدنامه کړی دی. هغه زیاته کړه چې (٣) (... د دغه هیواد په تاریخ کې مشرف لومړی کس دی چې د پاکستان په ستره محکمه یي برید وکړ. دا لومړی ځل دی چې قاضیان توقیف شول او په کورونو کې نظر بند شوی دي. ) د څیړونکېو په نظر به په پاکستان کې د جنوری د اتمې نیټې د پارلماني انتخاباتو نتاېج به د مشرف د امریکا پلوه حکومت د برخلیک په ټاکلو کې هم ژورې اغېزې ولري.

XS
SM
MD
LG