سره لدی چې په رسمی توگه دانتخاباتو نتیجی څوځلی ځنډول شوی وی خوبیاهم دکینیا مخالف گوند اعلان وکړ چې دجمهوری ریاست انتخابات ئې وگټل . دنارنج دډیموکراتیک تحریک غړی موسالیا موداوادی وائې، رائلااوډنیگا دکینیا منتخب جمهوررئیس دی چې دا دگوند دخپل انتخاب له مخی دی .
موداوادی داوډینگا مرستیال دی . نن دشنبی په ورځ یو څه رسمی نتیجی اعلان شویدی چې اوډینگا دری عشاریه اوه میلونه رائې گټلی دی او جمهوررئیس ماوی کیباکی دری عشاریه څلور میلونه رایه وړی دی . توقع ده چې درایه و شمیر ل ترجمعی دورځی پوری بشپړ شی . دانتخاباتو دچاروماموران وائې، دانتخاباتو دنتیجو داعلانولو دځنډ علت په انتخاباتو کې دزیاتو خلکوگډون او تریوڅه اندازی پوری لوژستکی ستونزی وی .
درایه ودشیمرول دځنډ په علت دکینیا په ځینو سیمو کې بلواگانی شوی وی . مظاهره چیانو موټری په تیږو وویشتلی او په لویدیځ ښار کیسوموکې ئې اورونه واچول .کیسومو داوډینگا قوی مرکزدی . دنیرو بی دکیبیرا په سیمه کې درقیبو قبیلوترمنځ اخوډب هم پیښ شویدی .