د لاس رسي وړ اتصالات

عراق دکورنیو چارو وزارت وائې دالقاعدی اکثره شبکه تباه شوی ده


دعراق کورنې وزارت وائې، په تیرو دولسو میاشتو کې په عراق کې ٧٥ فیصده دالقاعدی شبکه تباه شوی ده . دکورنیو چارودوزارت نطاق عبدالکریم خلف نن دشنبی په ورځ په بغداد کې مطبوعاتی کنفرانس ته وویل، دامنیتی حالاتو په ښه کولو کې عراقی گزمو مهم نقش لوبولی دی . هغه وویل، دترورستی شبکی فعالیت اوس یوازی دبغداد شمال ته کیږی . هغه پدی باره کې نورتفصیل ورنکړچې دغه فیصدی څنگه ټاکل شویده .

له بلی خوا په عراق کې دامریکا لوړرتبه قوماندان جنرال ډیویډ پیټریس نن دشنبی په ورځ خبریالانوته وویل، سره له ځینو کامیابیوسره چې دالقاعدی په خلاف لاس ته راغلی دی خوبیاهم تراوسه پوری دالقاعدی په خلاف اندیښنه شته دی . هغه وویل، دامریکا دپوځ په نزد دغه ډلې عراق ته پوره گواښ مخامخ کړیدی .

په عراق کې دامریکا نظامی مقامات وائې، دائتلاف قواونن دشنبی په ورځ په بیلابیلو عملیاتو کې چې هدف ئې په عراق کې دالقاعدی غړی وو، دری ترورستان ووژل او تقریبآ څلویښت تنه مشکوک کسان ئې ونیول . پوځیان وائې، نور عملیات دعراق په جنوب کې سرته ورسیدل چې هدف ئې خاصی ډلی وی . دغه ډلې په راکټ لنچرونو او هاوانو کې مهارت لری چې دائتلاف دقواو په خلاف حملو کې ورنه کاراخلی .

XS
SM
MD
LG