د لاس رسي وړ اتصالات

دپاکستان حکومت وايي  ملى انتخابات به  په خپل وخت وشي


د پیپلز گوند مشران د یکشنبې په ورځ سره کېناستل چې د بینظیر بوټو د وژل کېدو وروسته د جنوري په اتمه په انتخاباتو کې گډون وکړي او که نه. دا هم ټاکل شوې وه چې په غونډه کې به د بوټو د ځای ناست په هکله د بوټو وصیت هم ولوستل شي. ځینو نامالومو سرچېنو و ویل کېدای شي د هغې ځوی بلاول زرداري د خپلې مور په ځای و ټاکل شي، خود پیپلز گوند په دې هکله د څه ویلو څخه ډډه وکړه. دغه غونډه په داسې حال کې ترسره کېږي چې د حکومت او گوند تر مینځ په دې هکله سخت اختلافات را مینځته شويدي چې ایا بوټو د توپک په گولۍ وژل شوېده او که نه ا له موټر سره د سر د جنگېدو په نیتجه کې مړه شوه. د یوې اسلام پالې ډلې مشر بیت الله محسود چې حکومت د بوټو په وژل کېدو تورن بللی، له مخه لا په دې پېښه کې د لاس لرلو څخه انکار کړی او ویلي ېې دي چې حکومت په دې پلمه ځان خلاصه وي. په داسې حال کې چې نواز شریف له مخه لا په انتخاباتو کې د گډون نه کولو فیصله کړې، د پیپلز گوند وتل به د انتخاباتو مشروعیت بېخي له مینځه یو سي. د اسلام اباد یوه اوسېدونکي په دې هکله داسى و ویل: ‏ ‎‏(.. ‎انتخابات باید ژر تر ژره و ځنډه ول شي. په هیواد کې یوه لویه پیښه شوې. دوی باید نوی تاریخ وټاکي او انتخابات باید عادلانه او صفا وي.‏)‎‏‎ یوه بل کس بیا و ویل په دې هکله باید سیاسي گوندونه په گډه فیصله وکړي: ‎‏ (.. ‎د پیپلز، مسلم لیگ نواز او مسلم لیگ قېوم په گډون باید ټول گوندونه په دې سره وغږیږي چې انتخابات باید وشي او که نه‏.‎‏)‎ د تحریک انصاف گوند مشر عمران خان و ویل انتخابات باید و نه شي او ژر تر ژره و ځنډه ول شي. عمران خان ووېل : ‎‏(.. ‎مونږ غواړو مشرف استعفا وکړي او یو نوی حکومت و ټاکل شي. او دا غواړو چې یو بېطرفه حکومت دي د ټولو گوندونو په خوښه و ټاکل شي، گوښه شوي قاضیان دي بېرته په خپلو وظآېفو مقرر شى او د ډېسېمبرد ٢٧- مې نېټى د پیښي پلټنه دې وکړي‏، او بیطرفه او عادلانه انتخابات وکړي‏.)‎ په پاکستان کې د بوټو د وژل کېدو وروسته په اخ او ډب او نښتو کې د درانه مالي تاوان داووښتلو سره سره لږ تر لږه ۴۴ کسان وژل شوي دي. بله خوا د شنبې په ورځ د بېنظير بوټو کورنۍ د مخالفو گوندونو سره یو ځای د هغې د وژل کېدو ماتم ته دوام ورکړ. یوه ورځ وروسته د بوټو کونډ شوي خاوند اصف علي زرداري په خپل کلي نوډېرو کې لمونځ و کړ او د بوټو زوی او لوڼو په گړهي خدابخش کې د خپلې مور قبر ته د دعا لپاره و رغلل. د بوټو وریره فاطمه او ورېندار غنوا بوټو هم د هغې زیارت ته و رغلل او غنوا بوټو و ویل: ‏‎‏(.. ‎زه داسي احساس کوم چې د بوټو وژنه په ټول پاکستان او د ډیموکراسۍ په بهېر باندى یو برید دی. برید چې په هر سیاسي مشر وي د هغه تر شا مقصد سیاسي مشرتابه تاوان اړول او د خلکو ویر ول وي چې په مخ ولاړ نه شي‏.‎‏)‎ په اسلام اباد کې هم د بوټو د گوند غړي د هغې د فاتحې لپاره سره راټول شوي وو.

XS
SM
MD
LG