د لاس رسي وړ اتصالات

  افغانستان کې ٢٣ پولېسان او عسکر په دې نېژدى ورځو کې وژل شوې


دافغانستان چارواکى وايي په دې نېژدې ورځو کې په ټول هېواد کې ٢٣ پولېس اونور امنېتى ماموران په گڼو برېدونو کې وژل شوېدى. په هېلمند کې د دموسى کلا د اولسوالى دامنېه قوماندان وايي ددوشنبى په ورځ دوه پولېسان هغه وخت مړه شول چې په موسى کلا کې د سړک دغاړې بم پرې وچاودېده. دافغانستان دکورنېو چارو دوزارت چارواکى وايي ١٦ پولېسان د شنبى په ورځ په جوبى ولاېت کندهار کې هغه وخت ووژل شول چې دهغوى پر پوسته باندى ېاغي طالبانو برېد وکړ. همدارنگه ددفاع وزارت وايي چې د افغانستان پنځه عسکر په اورزگان او پکتېا کې د جمعى په ورځ د زمکنى ماېن په برېدونو کې ووژل شول. په افغانستان کې سږکال د ېاغېانو د حملو په اړه په روانو مرگ ژوبلو کې تر شپږو زرو نه زېات کسان وژل شوېدى. په همدې سبب په رپوټو نو کې سږکال له ٢٠٠١ مېلادى کال نه را په دېخوا خونړى کال گڼل کېږى.

XS
SM
MD
LG