د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان چارواکي وايي انتخابات به وځنډول شي


پاکستان چارواکى وايي ددى زېاته توقع شته چې پارلېمانى انتخابات به څو اونۍ په دې سبب وځنډول شى چې د پاکستان د مخالف سېاسى گوند مشره بېنظېر بهټو ووژل شوله. د پاکستان مخالف سېاسى گوندونه غواړى چې انتخابات د جنورى په اتمه نېټه لکه څنگه چې ټاکل شوې وه سرته ورسېږى، که څه هم په هغو مرگ ژوبلو کې چې د پنجشنبى په ورځ د بېنظېربهټو له قتل نه وروسته پېښې شوېدى په هغو کې تراوسه پورې لږ تر لږه ۴۴ کسان وژل شوېدى. رپوټ وايي نن د دوشنبى په ورځ د حکومت دانتخاباتو د کومېسېون ېوه معتبر چارواکى ووېل ددې زېاته توقع شته چې انتخابات به لږ تر لږ څلور اونۍ وځنډول شى. په دې برخه کې به وروستى فېصله د سه شنبى په ورځ په هغه مجلس کې وشى چې دانتخاباتو کومېسېون ېې په دې برخه کې کوى. د پاکستان پخوانى صدر اعظم نواز شرېف او د بنظېربهټو د پېپلز گوند وايي چې دوى به د انتخاباتو ځنډول ونه منى. ښا علي شرېف غږ کړېدى چې د پاکستان جمهوررئېس پروېز مشرف دې استعفى وکړى. نوازشرېف جمهوررئېس پروېز مشرف د پاکستان د ټولو مشکلاتو ېوازېنى مسوول شخص بللى دى. نواز شرېف نن د پاکستان د لاهور په ښار کې په ېوه خبرى کنفرانس کې خبرى کولى.

XS
SM
MD
LG