د لاس رسي وړ اتصالات

د بهټو ېو مرستېال وايي له هغې سره په انتخاباتو کې د ټگۍ برگۍ کولو ثبوت و


د بېنظیربوټو یو سلاکار وایی د پاکستان د څکومت مخالفی مشری په نظر کی درلودل چی د وژل کېدلو په شپه په رای گیری کی د غبن د کېدلو د ثبوت یو رپوټ خپور کړی.

د پاکستان د مشرانو په جرگه کی د پاکستان د پیپلز پارټی یو سناتور لطیف کهوسا نن وویل مېرمنی بوټو غوښتل چی دغه ١٦٠ پاڼی رپوټ د متحده ایالاتو د کانگریس وکیلانو ته، چی پاکستان ته په سفر راغلي وو، تر تسلیمولو وروسته په یوه مطبوعاتی کنفرانس کی څرگند کړی.

دا د پنجشنبې په ماپښین په ډزو او ځان مرگي حملې په چاودنه کی ووژله شوه. کهوسا وویل هغه دغه رپوټ، چی د ډیموکراسی پر مخ باندی یو بل داغ نومېدی، لیکلی دی او په راتلونکو انتخاباتو کی په رایو کی د کېدونکو ټگیو ثبوت پکښی وړاندی سوی دی.

دغه سند تراوسه نه دی خپور سوی. دی وایی دغه سند ښیی چی د پاکستان د جاسوسی مهمې شبکې آی ایس آی د انتخاباتو له کمېسیون او د حاکم گوند سره د رایه گیری د نتایجو د مخکی له مخکی ټاکلو دپاره کارکاوه.

XS
SM
MD
LG