د لاس رسي وړ اتصالات

پاپ بېنېډېکټ وايي کورنۍ د سولې په ټېنگېدلو کې مهمه وسېله ده


پوپ بینیډیکټ دنړى د عېسوېانو مشر، د نوي کال په مناسبت وینا کی د کورینو د حفاظت غوښتنه کړې ده او وې ویل چی دا د نړۍ د سولی دپاره حیاتی اهمیت لری.

پوپ د کال ٢٠٠٨ د عبادت په لومړنیو مراسمو کی کورنۍ د سولی د ټینگولېدلو لومړنی وسیله وبلله.

او خبرداری یې ورکړ چی د کورنیو څخه د هر ډول حق اخیستل د سولی تاداو تهدیدوی.

پوپ د نارینه او ښځی ترمنځ د عنعنوی واده کولو سملې ته هر وخت توجه کړې ده او د هغو کسانو جواب یې ویلی دی چی د هم جنسو ترمنځ د واده کولو د حق غوښتنه کوی.

د رومن کاتولیک کلیسا د جنوری لومړۍ نېټه د نړۍ والی سولي د ورځی په نوم لمانځي.

XS
SM
MD
LG