د لاس رسي وړ اتصالات

په برما کې د خارجى تلوېزېونى چېنلو نو فېس زېات سوېدى


د برما پوځی حکومت یو ناڅاپه د ټلوېزیون د مصنوعی سپوږمیو د پروگرامونو یا ډېش دپاره کلنی بیه زیاته کړې ده او مطلب یې دا دی چی خلک چندانی خارجی خپروني ونه گوری.

کله چی د برما اوسېدونکي نن د خپلو جوازونو د نوي کولو داپره دفترونو ته ولاړل نو وې لیدل چی د ډېشونو قېمتونه ډېر لوړ تللي وه.

مامورینو دوی ته وویل چی د ډېشونو بیه په کال کی له پنځو ډالرو څخه تقریبا اتو سوو ډالرو ته لوړه سوې ده.

د برما د مخابراتو دفتر د بیو دغه زیاتوالی تایید کړ، مگر پر علت ی ېتبصره ونه کړه. د سېټلایټ یا مصنوعی سپوږمیو د پروگرامونو خاوندان د جنوری د میاشتی تر پایه پوری دخپلو پیسو د تحویلولو دپاره وخت لری.

خارجی خبری پروگرامونه او دناراضیانو خپروني په تېر کال کی د ډیموکراسی د طرفدارانو او د حکومت دمخالفو مظاهره کونکو د ځبلو په باب دخلکو دخبرېدلو دپاره تر ټولو ښه وسیله وه.

XS
SM
MD
LG