د لاس رسي وړ اتصالات

د افرېقايى اتحاد مشر کوشش کوى چې دکېنېا مرگ ژوبلې ختمى سى


د افریقا د یوالی د موسسې ریس نن کینیا ته ځي او کوښښ کوی چی د انتخاباتو څخه وروسته د هغو ناکراریو په ختمولو کی منځگړتوب وکړی چی د ختیځی افریقا په دغه هیواد کی څه دپاسه درې سوه تنه پکښی وژل سوي دی.

د گانا جمهور ریس جان کوفور یوه ورځ وروسته له هغه کینیا ته ځی چی په هغه هیواد کی خلکو د ایلډوریټ په ښارگوټي کی کلیسا ته اور اچولی او دېرش تنه یې وژلي دی.

دغه وژل سوي کسان د ناکراریو د لاسه په دغه کلیسا کی پټ سوي وه. ایلډوریټ د جمهوریس ماوې کیباکي پلرنی ښار دی.

د کیکویو او د حکومت د مخالف مشر رېلا اوډینگا د لوو د قبیلو د غړو ترمنځ پنځه ورځنیو جگړو په ټول هیواد کی گډوډی راوستلې ده.

ښاغلي او ډینگا پر ښاغلي کیباکی باند یتور لگولی دی چی تېره هفته کی یې د جمهوری ریاست د انتخاباتو د رایه گیری په نتایجو کی غبن کړی او ځان یې گټونکی اعلان کړی دی.

XS
SM
MD
LG