یوافغان وزیروائې، هیواد بین المللی مرستی ته ضرورت لری چې خوړو دکمبود ستونزه ورباندی حل کړی . دافغانستان دتجارت وزیر محمد امین فرهنگ د(نیوی اسناب روکر زیتونگ ) په نامه یوې المانی ورځپاڼی ته وویل، افغانستان تقریبا څلورسوه زرو ټنوغنمو ته ضرورت لری چې په موسم کې د احتمالی قحطی مخه ورباندی ونیسی . ښاغلې فرهنگ وویل، په بین المللی بازارونو دغنمو دقیمتونودبیع دلوړیدلو په علت افغانستان دغلو دجدی کمبود سره مخامخ دی .
په گاونډی پاکستان کې سیاسی ستونزی او تاوتریخوالی هم افغانستان ته په رسیدوباندی هم اغیزه کړیده . یاغیان په افغانستان کې په هغو کتارونوبادی حملی کوی چې په ځینو ولایتونو کې محتاجوکسانوته خواړه رسوی چې داهم تریوی اندازی پوری په غلوباندی تاثیر کوی . دتجارت وزیر وویل، افغانستان اتیا (٨٠ ) میلونو ډالرو مرستی ته ضرورت لری چې په بین المللی بازارونو کې ورباندی غنم واخلی .