د لاس رسي وړ اتصالات

اېران منځنى ختېځ ته د جورج بش پلان شوى سفر مداخله بولى


اېران منځنى ختېځ ته دامرېکا د جمهوررئېس جورج بش پر پلان باندى اعتراض کړېدى او وايي چې اېران داسى پلان نلرى چى له امرېکا سره خپلې اړېکى عادي او معمولى حالت ته راولى.

د اېران د بهرنېو چارو د وزارت نطاق محمد على حسېنى نن د ېکشنبى په ورځ په ېوه کنفرانس کې ووېل چې اېران د ښاغلى بش پلان شوي سفرته د سېمى په چارو کې د مداخلى او لاسوهنى په نظر گوري.

حسېنى همدارنگه ووېل چې اېران هېڅ داسى سملاسى پلان نلرى چې له امرېکا سره خپلې اړېکى ټېنگى کړى.

د اېران مشرانو څو څو ځلى داخبره کړېده چې دوى به له امرېکا سره تره هغه وخت پورې خپلې اړېکى ټېنگى نکړى څو پورې چې د امرېکا د مِتحده اېالاتو حکومت د اېران د اسلامى جمهورېت په مقابل کې په خپله کړنلاره کړې بدلون نه وي راوستلى.

د اېران روحانى مشر اېت الله على خامنه يي ووېل چې له امرېکا سره اړېکى ښايي ېوه ورځ امکان ولرى خو هغه داهم ووېل چې که اړېکى اوس ورسره عادى او معمول حآلت ته راوستل شى نو اېران ته به تاوان ورسوى.

XS
SM
MD
LG