د لاس رسي وړ اتصالات

په بغداد کې د پوځ د ورځې په لمانځلو کې نهه کسان ووژل شول


د عراق پولېس وايي چې ېوه ځان وژونکى په هغه غونډه کې ځان په بم والوزاوه چې دعراق عسکرو او ملکېانو د پوځ د ورځې په نامه په مرکزى بغداد کې نن د ېکشنبى په ورځ لمانځله.

په دغه چاودنه کې لږ تر لږه نهه کسان وژل شوېدى.

عېنى شاهدان وايي چاودنه په هغه وخت کې وشوه چې عسکرو د خوښى سندرى وېلى او دوعا وې ېې کولې. هغوى د بغداد د کراده په سېمه کې له ېوې ودانى نه بهر را ټول شوى ول.

په همدغه چاودنه کې اولس کسان زخمى شول. د پوځ په ورځ رسمى رخصتى وى.

د عراق پوځ په ١٩٢١ مېلادى کال کې تاسېس شوى او سږکال ېې او ه اتېاېمه کلېزه لمانځل کېدله. په لمانځنه کې عسکري رسمى گذشت او نور مراسم شامل وو.

په نورو وژونکېو برېدونو کې چې د عراق په پاېتخت بغداد کې د ېکشنبى په ورځ پېښ شول په هغو کې د پولېسو له قوله د قاهرې په اولسوالى کې لږ تر لږه درې کسان ووژل شول او ېوولس زخمى شول.

په دغه سېمه کې له باروتونه ډک ېو موټر له ېوه رېستوران نه بهر وچول شو.

XS
SM
MD
LG