د لاس رسي وړ اتصالات

مشرف وایی حکومت ژمنه کړې ده چی د بېنظیر بوټو قاتلان به پیدا کوی


د پاکستان جمهور ریس پرویز مشرف وایی د هغه حکومت ژمنه کړې ده چی د مخالفی مشری بېنظیر بوټو قاتلان به پیدا کوی.

ښاغلي مشرف نن د برټانیې تحقیقات کونکو ته وویل چی د پاکستان حکومتی ادارې به له هغوی سره بشپړه همکاري وکړی.

جمهور ریس مشرف او د برټانیې تحقیقات کونکو څو ورځی وروسته له هغه سره وکتل چی د مېرمنی بوټو طرفدارانو د هغې د قتلېدلو په مسله کی دبین المللی تحقیقاتو د کېدلو غوښتنه وکړه.

د برټانیې د ټروریزم ضد صاحب منصبانو یوه ډله د جمعې په ورځ له سکاټلینډ څخه پاکستان ته ورسېده او غواړی چی د بېنظیر بوټو د قتلېدلو په تحقیقاتو کی د پاکستان سره تخنیکی مرستی وکړی.

مېرمن بوټو د ډسامبر پر اوه ویشتمه د انتخاباتی مبارزې له یوې غونډی څخه وروسته د توپنچې او ځان مرگي حملې په اثر قتل سوه او مقاماتو د هغې د قتلېدلو څخه لږ وروسته وینی او خاوري خزلي له هه ځای څخه لیری کړې.

د مېرمنی بوټو زوی او د هغی سیاسی جانشین بلاول وایی هغه د خپلی مکور د قتلېدلو په قضیه کی د پاکستان په مقاماتو باور نه لری.

بلاول بوټو زرداري نن په لندن کی په یوه خبری کنفرانس کی یو ځل بیا د بین المللی تحقیقاتو د کېدلو غوښتنه وکړه.

XS
SM
MD
LG