د بنگله دېش څلورو وزیرانو د هغه هیواد د پوځ ترحمایې لاندی موقتی حکومت څخه استعفی کړې ده.
د بنگله دېش خبری رپوټونه وایی د روغتیا، اطلاعاتو، خوراکی موادو او صنعتی وزیرانو او یا سلاکارانو د خپلو کارونو څخه لاس اخیستی دی.
محلی مطبوعاتو ددغو کسانو د استعفی علت بیان نه کړ. د بنگله دېش د پوځ تر حمایې لاندی موقتی حکومت د تېری جنوری په میاشت کی له څو میاشتو سیاسی ناکراریو څخه وروسته قدرت واخیست.