د لاس رسي وړ اتصالات

ایهود اولمرټ او محمود عباس به نن سره وگوری 


د اسراییلو صدراعظم ایهود اولمرټ او د فلسطیینانو جمهور ریس محمود عباس به نن سره وگری او سیمی ته د امریکا د جمهور ریس د سفر څخه یوه ورځ مخکی به د منځنی ختیځ د سولی پر جریان باندی چی د متحده ایالاتو له خوا یې ملاتړ کېږی، خبری وکړی.

احتمال لری چی ددواړو مشرانو ترمنځ د خبرو مهمه مسایل به په هغو سیمو کی چی فلسطیینان یې دملکیت دعوه لری داسراییلو د ابادیو د جوړولو موضوع او پر اسراییلو باندی د فلسطیینانو حملې وی.

ښاغلي اولمرټ او ښاغلی عباس د نوامبر د میاشتی راهیسی چی د سولی د خبرو د بیرته پیل کېدلو سره یې موافقه کړې ده په منظمه توگه سره کتلي دی.

د دوشنبې په ورځ د اسراییلو او فلسطیینانو مقاماتو د مهمو مسایلو پرسر د مذاکراتو د چوکاټ د جوړولو په باب خبری وکړې.

د هغو خبرو څخه وروسته کوم رسمی اعلان نه دی سوی.

ښاغلی عباس وایی په نظر کی لری چی د جمهور ریس بوش څخه وغاړی چی پر اسرایلو باندی د نویو ابادیو د جوړولو د بندولو په برخه کی فشار واچوی او په ختیځ بیت المقدس کی نوي جوړی سوي پوستې وراني کړی.

جمهور ریس بوش په دغو سیمو کی د اسراییلو د نویو ابادیو جوړېدل د سولی په مخ کی یو خنډ بللی دی.

XS
SM
MD
LG