په عراق کی د متحده ایالاتو پوځ وایی د بغداد په شمال کی په یوه حمله کی یې درې پوځیان وژل سوي دی. یوه پوځی اعلامیه وایی دغه حمله پرون د صلاح الدین په ولایت کی وسوه او دوه نور امریکایی عسکر پکی زخمیان شول.
د متحده ایالاتو قوماندانان وایی د متحده ایالاتو او عراق پوځیان د هغه هیودا په شمال کی پر القاعده باندی نویو حملو ته دوام ورکوی.
پوځی قوماندانان وایی د القاعده جنگیالی تېرکال په بغداد کی د متحده ایالاتو د پوځیانو د زیاتېدلو څخه وروسته د عراق په شمال کی د صلاح الدین، دیالا او نینوا په څېر ولایتونو ته خوځېدلي دي.