د لاس رسي وړ اتصالات

د افریقا د یوالی د موسسې ریس نن د کینیا دعالی رتبه مقاماتو سره خبری کوی


د افریقا دیوالی د موسسې ریس نن د کینیا د عالی رتبه مقاماتو سره خبری کوی او د هغه سیاسی بحران د ختمولو داپره منځگړتوب کوی چی تقریبا پنځه سوه تنه پکښی وژل سوي دی.

د افریقاد یوالی د موسسې ریس او د گانا جمهور ریس جان کوفور د جمهور ریس ماوی کیبا کی سره لنډه کتنه وکړه او وروسته یې د مخالف مشر رېلا اوډینگا سره خبری وکړې.

د ښاغلي کوفور په هلو ځلو کی پرون هغه وخت خنډونه پیدا سول چی د کینیا جمهور ریس د خپلی کابینې نیمایی غړي معرفی کړل او په هغو کی یو هم د ښاغلي اوډینگا د آرنج ډیموکراټیک تحریک د گوند عړی نه وو.

مخالفینو دغه کابینه وغندله او وې ویل چی ښاغلی کیباکي د تېری میاشتی د جمهوری ریاست د جنجالی انتخاباتو څخه وروسته د مذاکراتو غوښتونکی نه دی.

ښاغلي اوډینگا د جمعې په روځ د جمهور ریس دا پېشنهاد رد کړ چی وویل یې مخ په مخ دي خبری ورسره وکړي او وې ویل چی هغه به دغه خبری یوازي د یوه بین المللی منځگړي په مخ کی کوی.

XS
SM
MD
LG