د لاس رسي وړ اتصالات

په عراق کی د امرېکا پوځ د بغداد په جنوبی سېمو کې ېې هواېې حملی کړی دی


په عراق کی د امرېکا پوځ نن اعلان وکړ چه د بغداد په جنوبی سېمو کې ېې د القاعدې د طرفدارانو په خلاف د پوځ په وېنا د ټرورېستانو د څو خوندی مرکزونو د تباه کولو لپاره هواېې حملی کړی دی.

د امرېکا د پوځ ېوه اعلامېه واېې چه د عرب جابور د سېمی د تالاشئ په لړ کې ېې تقرېبا اتلس زره کېلو گرامه چاودېدونکي مواد په درېو ځاېونو کی کشف کړل.

د امرېکا د پوځ اعلامېه واېې چه په دغو هواېې حملو کی تقرېبا څلوېښت هدفونه بمباری شول. خو سمدستی لا د مالی او ځانی تلفاتو په باب اطلاع نشته.

دا تازه عملېات چه د امرېکا پوځ ورته د اپرېشن فانتوم فونېکس نوم ورکړی دی، په دی هفته کې په ټول عراق کی د القاعدې په خلاف شروع شول.

له بلی خوا، د عراق امنېتی مقاماتو نن راپور ورکړ چه کم نه کم دری کسان د بغداد په مرکزی ناحېه کې د بمونو په دوو چاودنو کی ووژل شول او ېولس کسان زخمی شول.

پولېس واېې چه دواړه چاودنی د عسکرو او پولېسو د پوستو سره نږدی شوی دی او تلفات ېې هم عسکر او پولېس ؤ.

پرون د روغتېا نړېوالې اداری راپور ورکړ چه د امرېکا په مشرئ په عراق باندی د نظامی ېرغل نه وروسته د ېوه اټکل په اساس، په الو درېو کلونو کی ېو لک پنځوس زره ملکی خلک په دغه ملک کی وژل شوی دی.

خو ېو شمېر نورو موسساتو په عراق د وژل شوو خلکو ټول شمار د دېرش زرو او شپږ سوه زرو تر منځ ښودلی دی.

XS
SM
MD
LG