د لاس رسي وړ اتصالات

جمهوررئیس بوش به دمی په میاشت کې بیا منځنی ختیځ ته سفروکړی


جمهوررئیس بوش په هغه وخت دتشریفاتی گارډ سلامی واخیستله چې دهوائې قوا دلومړې نمبرالوتکی خواته روان ؤ. ښاغلې بوش هغو خبریالانو سره خبری وکړې چې الوتکې ته نژدې ولاړوو او ورته وویل چې هغه دسولې لپاره واقعی فرصت ولید. هغه له خپلوکوربنو نه مننه وکړه او داسرائیلو صدراعظم یهود اولمرټ او جمهوررئیس شیمون پریزته وویل دی غواړی چې مرسته ورسره وشی.

ښاغلې بوش دا تبصره اسرائیلو او داردن دسیند لویدیځې لویدیځې غاړې ته ددرې ورځني تاریخي سفر په پای کې وکړه. ښاغلي بوش په دغه سفرکې داسرائیلو دصدراعظم یهود اولمرټ او دفلسطین دجمهوررئیس محمود عباس سره جلاجلا خبرې کړیدي. ښاغلي بوش پرون دپنجشنبې په ورځ په یوه بیانیه کې وویل هغه قانع شویدی چې دبل کال دجنورۍ ترمیاشتې پورې چې دده دوره پکې ختمیږی موافقه ممکن ده. هغه وویل هدف باید داسرائیلو د اشغال ختمول وي او هغه دواړو خواته خبرداری ورکړچې مشکل سیاسی امتیازات به ضروروی. ښاغلي بوش درسمی سفردختم نه وروسته نن دجمعی په ورځ هغو قربانیانوته احترام وړاندی کړچې دنازی المان دلاسه قتل عام شوی وو.

جمهوررئیس بوش ددغه یادگاري څلي په لوی تالارکې ولاړوچې ماشومانو دهیلی ترانه وویلی. هغه دغه یادبیا تازه کړاو او په هغه کانکریټی تخته باندی ئې دگلو گیډې کیښودله چې دشپږو شاقه کمپونو دقربانیانو ایرې پکې ساتل شویدي. دیوې لحظی لپاره خلک خاموش ودریدل او وروسته ئې بیا دعا وکړه. په داسی حال چې ښاغلي بوش له تالارنه راووته وویل، دغه یادگار سړي ته په رښتیا ورپه یادوي چې بدي او شیطاني شته دي او دهغې په مقابل کې باید مقاومت وشي. ښاغلی بوش وائې: په ماباندی دی خبری اغیزه وکړه چې خلک دستونزو او بدی او شرارت په وخت کې خپل خدای نه هیروی او دبشریت په خلاف دداسی جنایتونو په وخت کې چې دویلو وړندی، زړورځوانان اوزاړه ودریدل او له هغه څه نه تیرنه شول چې دوی ورباندی عقیده لرله. جمهوررئیس بوش دیادواشیم یا دعام قتل دقربانیانودیادگاردلیدونه وروسته په هلیکوپټرکې دگالیلی سیمې ته ولاړچې دعیسویانو مقدس ځایونه ووینی.

دجمهورریئس بوش دمنځني ختیځ دسفر بل تم ځای کویت دی چې دپنځو عربي ملکونو په سفر کې دالومړی راځی . ښاغلی بوش به دکویت دامیر سره ځانته خبرې وکړي او دکویت ښارته نژدی دیره امریکا ئي عسکربه وویني او هغه به په دغه مرکزکې په عراق کې دامریکا دلوړ رتبه قوماندان جنرال ډیوید پیټریس او په بغداد کې دامریکا لوړرتبه ډیپلومات سفیر رین کراکر سره خبرې وکړي.

XS
SM
MD
LG