د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې یو شمیر خلک د سختو واورلو له امله وژل شوي


د هرات په ولایت کې د حکومت مامورینو وویل چې تر اوسه پورې ۴٣ کسان وژل شوي دي. دا مرگ ژوبله د غوریانو په ولسوالۍ کې په تیرو دوورځو کې شوېده. په دې واورو کې یو شمیر شپانه هم خپل پسونه له لاسه ورکړي دي. خرابه هوا سړکونه بند کړي او دې سره مختلفو سیمو ته د غذايي موادو رسول د ستونزو سره مخامخ شوي دي.

افغانستان همدا اوس د خوړو د سخت لږوالي سره مخامخ دی. په دې ملک د خوراکي موادو د بیو ختل او د جنگیالیو لخوا د ملگرو ملتو په کاروانو باندې بریدونو د خوراکي موادو په حالت باندې ناوړه اغیزه کړېده.

XS
SM
MD
LG