د لاس رسي وړ اتصالات

د بعث د گوند پخواني غړي به په حکومتي دندو کې بیرته وگمارل شي


د عراق پارلمان داسې یوه لایحه منظوره کړه چې د هغې په اساس د صدام حسین د بعث د گوند پخواني غړي به په حکومتي دندو کې بیرته وگمارل شي. دا غوښتنه د امریکا لخوا شوېوه تر څو په دې ملک بیا پخلاینه تشدید شي. دا لایحه چې پخوا په پارلمان کې متوقف وه نن منظوره شوه. ددې لایحې په اساس هغه بندیزونه چې د بعث گوند په غړو باندې د حکومت په وظایفو لگیدلي وو اوس تر یو حده کمیږي.

دا بندیزونه د عراق د حملې نه وروسته په ٢٠٠٣ کال کې وضع شوي وو. د عراق شیعه گان چې د صدام د حکومت په وخت کې شکنجه کیدل ددغه لایحې په ضد دي . سپینه ماڼۍ دا په عراق کې د یوښه اقدام په حيث گڼي. د بعث گوند په زرگوندونو غړي د حکومت د وظایفو نه لري شوي وو. دغه کار قومي شخړو ته لمن ووهله او د اکثریت شیعه گانو او اقلیت سنیانو تر منځ تاوتریخوالی رامنځ ته کړ.

XS
SM
MD
LG