د لاس رسي وړ اتصالات

ښاغلى بش وايي اېران د ترهگرى په پاللو کې دنړۍ مخکښ هېواد دى


د امرېکا جمهور رئېس جورج بش اېران د ترهگرى په پاللو کې په نړۍ کې تر ټولو مخکښ هېواد بللى دى. هغه د خلېج په سېمه کې دامرېکا انډېوال هېوادونه د ېته وهڅول چې دهغه په وېنا له خطر سره مخکى له دېنه چې ډېر ناوخته شى مقابله وکړى.

ښاغلى بش دا تبصرې نن د ېکشنبى په ورځ په متحد ه عربى اماراتو کې وکړې. نن په منځنى ختېځ کې دهغه د سفر نهمه ورځ ده او دخپلې مهمې وېنا په ترڅ ېې داخبرى وکړى.

ښاغلى بش وايي اېران په نړۍ کې افراطېانو ته په سوونو ملېونه ډالره مرسته ورلېږى او د هېوادونو امنېت ته په هرځاى کې خطر پېښوى.

ښاغلى بش په خپلو خبرو کې داېران خلکو ته هم وېنا وکړه هغه ووېل داېران حکومت دوى ته هغه مواقع او فرصتونه نه برابروى چې دوى د خپل ځان لپاره ښه ژوند برابر کړى.

هغه داېران پر حکومت هم غړ وکړ چې له خپلو خلکو سره احتساب ته غاړه کېږي. د ښاغلى بش د وېنا مهمى برخى دهغه دهغې عقېدې د څرگندولو لپاره وې چې دى ېې د ازادى او دېموکراسى د پر مختگ لپاره کوى.

هغه په دې برخه کې خبرى وکړې چې ازاده ټولنه له انتخاباتو نه نورو شېانو ته هم ضرورت لرى. هغه ووېل ټولنى مدنى موسسو پوهنتونونو او مسلکى پوهانو اوماهرانوته ضرورت لرى.

XS
SM
MD
LG