د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا په پاکستان کې د انتخاباتو د نیټې د ټاکلو نه هرکلي کړی دی


د سپینې ماڼۍ ویاندې ډانا پرینو پاکستان په دې ستایلی دی چې د انتخاباتو لپاره مشخصه نېټه ټاکلې ده. په اوله کې انتخابات د جنورۍ په اتمه پلان شوي وو خو د صدراعظمې بې نظیر بوټو د وژل کیدلو په سبب وځنډیدل.

اوس داسې څرگندیږی چې ممکن دا انتخابات د فبرورۍ په ١٨ مه وشي. د فقیدې بې نظیر بوټو زوی بیلاول بوټو زرداري د هغې د ځاي نیونکي په حيث ونومول شو تر څو د پاکستان د خلکو د گوند مشري په غاړه واخلي.

ده ویلي دي چې که چیرې د پاکستان حکومت په انتخاباتو کې درغلي وکړی نو دا به د پاکستان د ټوټه کیدلو په قیمت تمام شي.

د نیویارک د پوهنتون یو استاذ تونکو وراداراجان وايي دا به نا شونې خبره وي چې مونږ د دې انتخاباتو نه داسې هیله ولرو چې ازاد او منصفانه وي.

وراداراجان وايي: 'پاکستان کله هم د تاریخ په اوږدو کې ازاد او منصفانه انتخابات نه دي لرلي. په دې کې ځنې داسې هم وو چې ازادو او منصفانه و لږ ته نژدې وو. هغه انتخابات چې ښه والي پلوته نژدې وو او هغه هم د پاکستان په ټوټه کیدلو پای ته ورسیدل او بنگله دیش رامنځ ته شو. یواځې دومره توقع کیدلی شي چې ووايو دا انتخابات په نسبي ډول ښه وي. سوال دا دی چې ایا په دې انتخاباتو کې د مشرف لاس وهنې کیږي که نه؟ ایا دغه انتخابات د خوف او ویرې په فضا کې کیږي که نه؟'

فرحانه علي د رینډ په کارپوریشن کې د پالیسۍ څېړندویه ده. فرحانه وايي د بیان ازادي باید نه یواځې د حکومت د مداخلې نه بلکه د ترورستي یرغل نه هم خوندۍ پاتې شي.

فرحانه وايي: 'د بیان ازادي د قانون او نظم حالت دی. که چیرې اوسني دغه حالت ته ځیر شئ، پوښتنې رامنځ ته کوي او په هم دې سبب سیاسي مخالفین نشي کولای په ازاده مبارزې وکړي. څرگنده خبره ده چې د امنیت نشتوالي چې په ملک حاکم دی خلک یې د خپل سر امان ته حیران کړي دي.'

د ډاون او ډیلي تایمز د ورځپاڼو لیکوال عرفان حسین وايي چې ترورستان په ملک کې د دموکراسۍ لپاره ستر گواښ دي.

حسین وايي: 'د القاعدې او طالبانو کړۍ د پاکستان لپاره یو لوی گواښ بلل کیږي. زه فکر کوم چې دغه کړۍ د پاکستان جمهور رئیس مشرف نه اختیارات اخیستي ځکه دی په هغو کړاوونو کې راگیر ؤ چې ده په خپله ځان لپاره خلق کړي دي. او اوس چې ده پوځې واگې له لاسه ورکړي دي مونږ هیله کوو د پوځ نوی مشر اصلي خطر ته ځیر شي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې ډانا پرینو وویل چې هیله لري د پاکستان خلک د انتخاباتو په پروسه کې فعاله ونډه واخلي او داسې یو مشرتابه غوره کړي چې ملک وړاندې بوځي.

XS
SM
MD
LG